ارمان / اجمل ښکلی
دى تر نورو ماشومانو څو ګامه مخکې د شنو تازه راټوکېدلو غنمو په منځ کې ولاړې شوې ته ورسېد. شوه لوړه وه. ده يو ځل شاته د ماشومانو ورروان بهير ته او بيا پاس د ونې په څانګه کې نښتې باډيوې ته وکتل. د سترګو په رپ کې يې له شوې نه غېږ تاوه کړه او په زيږ ډډ يې وروخوت.
د ونې سرته چې ورسېد، لاندې يې پام شو، چې ډېره فاصله يې وهلې؛ خو لا يې سترګې د شوې په نازکه څانګه کې په نښتې باډيوه کې نښتې وې. په شاوخوا پټيو کې يې د ماشومانو تېښته هم له سترګو نه د روان ګاډي غوندې تېره شوه. سترګې يې چې د ونې بېخ ته راورسېدې، د پټي په خاوند کې ودرېدې.
په څانګه کې نښتې باډيوې ته يې د شوې له ډډه لاس ونه رسېد او پر نازکه څانګه يې د ورتلو زړه ونه کړى شو.
د ماشوم سترګې باډېوې نيولې وې. په ونه کې د باډيوې له نښتي تار سره يې ايله دوه څپکه فاصله وه. د ماشوم حوصله ختمه شوه، ورټوپ يې کړ، د باډيوې مزى لاس ته ورغى.
څو ثانيې لا نه وې تېرې، چې د غنمو په وچ پټي کې ولګېد. ماشوم پوه و، چې د باډيوې تار لاس ته ورغلى؛ خو د پټي د خاوند له قهره هم خبر و. له لګېدو سره پورته شو او چې څو د پټي خاوند وررسېده، دى يې له ګوتو وتى و.
له څو پټيو هاخوا چې پخې لارې ته ورسېد، د پټي له خاونده يې زړه جمع شو، بېرته يې شوې ته مخ کړ. په ولاړه يې څو ژورې سا واخيستې. سا يې لا سمه نه وه، چې په باډيوې پسې يې وکتل. باډيوه يې په ځان پسې په پټيو کې راښکلې او پوټى پوټى کړې وه. ماشوم پرځاى کېناست. لينګيو يې درد شروع کړ او بيا يې په ځان کې د پورته کېدو شيمه ونه ليده.