باید دا وړتیاوې ولرئ د ادبیاتو محصل
ادبیات به ډېري نورې برخې لري، چې باید د ادبیاتو محصل يې زده کړي؛ خو زه یې په ځینو مهمو برخو بحث کوم. چې دا شیان باید او ضرور د ادبیاتو محصل زده کړي او پوره تسلیت په ولري. که څوک دا ځانګړتیاوي ونلري هغه ادبیات لوستي ندي، بلکې خلاص کړي يې دی.
په ادبیاتو کې زیاتره په ژبه بحث دی، خو ژبه کې څو مهم اړخونه شامل دی؛ چې باید دا شیان په نصاب او هم په نورو برخو کې باید شامل اوسي، زه یې دري اړخه ډېر مهم بولم چې غواړم پدې لیکنه کې يې واضع کړم.
۱ – لومړي برخه یې خبري کول دی، د ادبیاتو محصل باید او له دې څانګی نه فارغین باید ددې وړتیا ولري، چې ښي موثري او منلي شوي خبري وکړي شې. او خبري کول یې باید د نورو خلکو سره ډېر توپیر ولرئ؛ په ښو خبرو کولو کې هم ډېر اړخونه شته چې تفصیل یې دلته نه ځایږي. یواځې یو څو اړخونو ته یې غواړم زه اشاره وکړم، محصل باید په لهجه هیڅ کله هم خبري ونکړي هرڅه چې معیاري دی باید په همغه لهجه باندې خبري وکړئ؛ او ټول د ادبیاتو محصیلین باید له لهجې نه راوځئ. داسې هم نه چې خپله لهجه د هېره کړي نه، داسې هم خو بلکې هر څه چې معیار دی په هماغه خبري وکړئ. که څه هم د خبرو او د لهجې تغیرول ستونزمن کار دی، خو یواځې څو ورځې زحمت غواړي خو ډېر ژر پکې بدلون راتللي شي.
۲- دویم کار چې باید محصل ترسره کړي، هغه دا دا چې هتمن محصل باید لیکل وکړي شي او لیکوال و اوسئ. د ټولنو ناخوالو ته ګوته ونیسئ، د خلکو ته د خپل لیکلو له لارې خدمت وکړئ. او په داسې موضوعاتو لیکني وکړي چې ټولني ته یې خیر ورسیږي.
۳- او بل کار چې باید د ادبیاتو محصل یې باید وړتیا ولري؛ هغه هم د ژباړي کولو هنر دی. ژباړه ډېر ګټي لري هم د خلکو لپاره او هم د ژبې لپاره چې کولای شي، ژبه مو غني کړي او خلک مو د نورو ټولنو له ژوند، فرهنګونو او رواجونو نه خبر شي. دا وړتیا باید محصیلن ولري او باید د ادبیاتو په نصاب شامل مضامین واوسئ.
لیکنه: سلیمي نړیوال