يمن کې د متحده عربي اماراتو جنگي الوتکه نسکوره شوې
يمن کې د متحده عربي اماراتو يوه جنگي الوتکه نسکوره شوې او دوه پيلوټان يې وژل شوي دي. راپورونه وايي، چې د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف کې د متحده عربي اماراتو يوه جنگي الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله نسکوره شوې او دوه پيلوټان يې وژل شوي دي.
دغه الوتکه په هغو بمباريو کې له منځه تللې، چې د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف کې يې د يمن نسکور شوي قانوني حکومت د بيا قايمولو په موخه د حوثيانو پر ضد بمبارۍ کوي.
د يمن سويلي ولايت عدن په منصوره ښار کې هم د اسلامي دولت ډلې «داعش» او حکومتي ځواکونو ترمنځ جگړې روانې دي.
تېره ورځ د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت د يوې جنگي الوتکې د ورکېدو اعلان کړی و.
برتانوي رسنيو ويلي، چې د يمن سويلي ښار عدن په غريزه سيمه کې د اماراتو جنگي الوتکه نسکوره شوې، مگر د پيلوټانو په اړه يې څه نه دي ويلي.
د عدن والي د دفتر وياند هاني اليزيدي وايي، چې امنيتي چارواکو د هغې جنگي الوتکې پاتې شوني موندلي، چې تېره ورځ د عدن غرونو سره ټکر شوې وه.
۲۰۱۵م راهيسې، چې يمن کې د حوثيانو پر ضد د سعودي په مشرۍ ايتلافي الوتکو بمبارۍ پيل کړي، دا درېيمه الوتکه ده، چې نسکوريږي.
تېر کال ډيسمبر کې د بحرين هوايي ځواک ايف ۱۶ ډوله الوتکه د سعودي جازان سيمه کې پرېوتې وه او له هغې وړاندې جولايي کې د المغرب يوه جنگي الوتکه هم يمن کې نسکوره شوې وه.