سيمه او نړۍ

استانبول: د اسلامي هیوادونو د اقتصادي همکاریو غونډه پیل شوه

پرون د ترکیې په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د اقتصادي همکاریو غونډه پیل شوه. د غونډې اجنډا پر اقتصادي همکاریو راڅرخېده او مشري يې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان کوله.

د اسلامي کانفرانس سرمنشي، امین مدني د کانفرانس د ټولو برخو کار وستایه.

هغه زیاته کړه: «د دوی د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو نتیجه دا شوه، چې دغه کنفرانس یې له خیالي حالت نه یو حقیقت ته بدل کړ. دوی به ورته کوښښونو ته دوام ورکړي».

امین مدنی همدا راز د کانفرانس له مشر، رجب طیب اردغان نه مننه وکړه، چې د اسلامي کنفرانس له ګڼو پروګرامونو سره یې مرسته کړې.

ده وویل: «د اقتصادي کمیټې پلان دا دی چې تر ۲۰۲۵ پورې به د غړو هیوادونو ترمنځ په سوداګریزه راکړه ورکړه کې د پام وړ اسانتیاوې راځي او شته ستونزې به له منځه وړل کېږي».

اردوغان د غړو هیوادونو استازو ته هر کلی ووایه او د خپلو خبرو پر مهال یې له روسيې سره د وروستۍ شخړې په باب وویل: «ترکیه به هیڅ سپکاوي ته پټه خوله پاتې نه شي».

د اقتصادي کانفرانس راتلونکې غونډه به د ایران په مشهد ښار کې تر سره کېږي.

د اسلامي هیوادونو کانفرانس په ۱۹۶۹ کې له عرب-اسراییلی جنګ وروسته د سعودي د وخت پاچا، فیصل په مشرۍ رامنځته شو، چې د مسلمانانو تر منځ په یووالي او نورو ګڼو ستونزو غور وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button