روغتيا

د بندونو د دردونو په وړاندی څو ګټوری مشوری / ډاکټره خالده پوپلزی

۱ – د وزن کمول : د وزن زیاتوالی د نورو ناخوالو تر څنګ دلته هم خطرناک دی . څیړنو ښودلی چی په سلو کی لس د وزن کمول ، ددی ناروغی په اړه ۳۰ په سلو کی مخنیوی کوی
۲ ـ د کلسیم اخیستل دی ناروغی ته ډیر ګټور دی . د کلسیم ستره سرچینه شیدی او د شیدو محصولات دی .
۳ ـ طبعی درملونه : څیړنو ښودلی چی کورکومن ( زردچوبه ) د التهابی کیدو مخنیوی کوی او ددی ناوِړتیا په وړاندی ډیر ګټور دی . کورکومن د اندورفین Endorfin تولید په بدن کی زیاتوی چی دا بیا د خپل بدن مورفین ډوله مواد دی ، هم دردونه اراموی او هم یی مخنیوی کوی . پکار ده چی هره ورځ غذا ته یوه یا دوی د چایو کاچوغی کورکومن واچول شی . شونډ ( زنجبیل یا زنجفیل ) هم د التهاب مخه نیسی او باید هره ورځ لږ تر لږه څلور ګرامه شونډ د غذا سره وخوړل شی . د نسترن د بوټی میوه چی د ګل تر رژیدو وروسته پاتیږی ددی ناروغی په مخنیوی کی ډیر رول لری .
۴ ـ مناسبه غذا ډیره مهمه ده . ویټامین ( C) دی ناروغۍ ته ډیر ګټور دی چی لویه سرچینه یی مالټی ، دولمه ای مرچ او د نسترن د بوټی میوه ده . چاغ د وازګو ډک کبان لکه ساردین ، لاکس او ماکریل چی نامشبوح غوړی یی ډیر دی ، خوړل یی د بندونو د پاره ډیره ګټه لری .
۵ ـ په دی ناروغی اخته ډیرۍ کسان داسی فکر کوی چی باید پرخپلو بندونو باندی زړه سوی وکړو او په حرکت کولو سره یی و نه ځوروو . مګر څیړونکی دا نه تائیدوی او وایی چی څومره توان لرو ، باید فعال اوسو او حرکت وکړو ، داځکه چی پدی کار سره عضلی غښتلی کیږی او ور سره سم د بند پر غوټه ، پرتونو او د بند هډوکو باندی بار کمیږی او داکار بیا دردونه اراموی . څیړونکی وایی چی په منظم ډول د عضلاتو دغښتلی کیدو په موخه اړوند تمرینونه کولای سی پدی ناروغۍ کی کله ناکله ان د زنګنونو او ورنونو د بندونو د حراحی مداخلی اړتیا له منځه یوسی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button