د سولې مخامخ خبرې يو ځل بيا له خنډ او ځنډ سره مخ شوې
تېره مياشت کابل کې د سولې څلور اړخيزې غونډې په څلورمه ناسته کې د دغې غونډې ګډونوالو پرېکړه کړې وه، چې د مارچ په لومړيو کې به طالبانو سره د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې مخامخ خبرې پيل شي او د سولې درېدلې پروسه به يو ځل بيا پيل شي، مګر د مارچ لومړۍ اوونۍ تېره شوه او طالبانو سره د مخامخ خبرو څرک نه دی ترسترګو شوی.
افغان چارواکي ادعا کوي، چې دغه مخامخ خبرې به يې د روان مارچ تر نيمايي پيل شي.
د اټکل پر خلاف دغه خبرې د مارچ په لومړيو ورځو کې پيل نه شوې او اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخلېوال وايي، چې دغه خبرې يوولس ورځې ځنډېدلي دي.
افغان ولسمشر اشرف غني ډاډمن دی، چې پاکستان به افغان طالبان د روان مارچ تر نيمايي اسلام اباد کې افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کينوي او له دې لارې به افغانستان کې د سولې درېدلې پروسه يو ځل بيا روانه شي.
د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د پاکستان له لارې د سولې عملي کېدو ته هيله من نه دي او نه هم دا د پاکستان په توان کې شته، چې طالبان مخامخ خبرو ته تيار کړي.
ډېری افغانان په دې باور دي، چې حکومت د سولې پروسې لپاره په ناسم فکر روان دی، له همدې امله د سولې مخامخ خبرې په يوه او بله بهانه له خنډونو سره مخ کيږي او افغانان د وخت په تېرېدو د سولې په روان بهير بې باوره کيږي.