سيمه او نړۍ

بغداد کې غبرگو چاودنو اويا تنه وژلي

د عراق پلازمېنه بغداد کې تېره ورځ دوه غبرگو چاودنو لږ تر لږه اويا تنه وژلي او له سلو ډېر نور ټپيان کړي دي.

چاودنې تېره ورځ مازديگر مهال د شيعه مېشتي ښارگوټي عمدتا په ابوغريب سيمه کې رامنځته شوې دي.

عراقي چارواکي وایي، د چاودنو موخه د عراقي پوځ يوه قرارگاه وه. هغوی زياتوي، لومړی د دوه موټر بمونو په واسطه سيمه کې چاودنې وشوې او وروسته داعش جگړه مارو له امنيتي ځواکونو سره نښته پيل کړه.

چارواکي وايي، د داعش د بريد په تمبولو توانېدلي دي.

 په وژل شويو کې عراقي پوځيان او شيعه وگړي شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button