د هلمند پوهنتون يوه ښوونکي نوې اختراع کړې

بصيرالحق عادل
پوهنيار محمد موسی علمي چې اوس په ترکيې هېواد د کتورا په زده کړو بوخت دی د کانګرېټو د ټېسټ يوه نوې اله يې اختراع کړې.
دا اله د کانګرس هغې ټولنې منلې چې هر کال د نړۍ له بېلابېلو برخو تر زرو ډېرو پروفيسرانو نوي اختراعات او څېړنې ګوري او تر ازموينې وروسته يې د اختراع په نوم قبلوي.
د هلمند پوهنتون استاد ياده اختراع په امريکا کې د پرمختللو کانګريټو نړيوال کانګرس چې مرکز يې واشنګټن ډي سي کې دی هم قبول شوې ده.
د هلمند پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي مشر پوهنيار نور احمد اېمل وايي، دا اختراع يوه نوې ټېسټ آله ده چې د دغه پوهنتون استاد محمد موسی علمي لخوا اختراع شوې ده.
اېمل وايي، دا آله د پرمختللو کانګريټو لپاره ډيزاين شوې چې په نړۍ کې اوس ډېر کارول کېږي.
د هلمند پوهنتون د استاد له دې اختراع سره د افغانستان او د ياد پوهنتون نوم د کانګريټو نړيوال کانګرس کتاب کې د نړيوالو پوهنتونو د څېړونکو ترڅنګ وليکل شو.