خبرونه
غزني: سره صلیب د خپلو پنځه تنه کارکوونکو اختطاف منلی

د غزني چارواکو منلې چې د سره صلیب نړیوالې ادارې پنځه تنه کار کوونکي د نامعلومو وسله والو له لوري په غزني ولایت کې اختطاف شوي دي.
د سره صلیب د نړیوالې ادارې ویاند «احمد رامین» همدارنگه رسنیو ته وویل: «زموږ څلور تنه کار کوونکي چې غزني ولایت ته په لاره وو د نامعلومو وسله والو له لوري اختطاف شوي دي چې تر دې دمه د پېښې په اړه له موږ سره معلومات نه شته.»
رامین زیاته کړې چې د سره صلیب اداره کوښښ کوي چې کار کوونکي ژر تر ژره خلاص او کورنۍ ته په اړه ډاډ ورکړي.