سيمه او نړۍ

امریکا سوريې ته د سعودي پوځ لېږل ستایي

امریکا سوريې ته د سعودي پوځ لېږل وستایه. د امریکا د دفاع وزیر اشلي کارتر د سعودي د پوځ د ویاند څرگندونې چې گواکې د امریکا په مشرۍ ایتلاف که چېرې ځمکنی پوځ سوريې ته استوي نو سعودي هم تیار دی چې سوريې ته خپل پوځ واستوي.

کارتر د سعودي دغه پرېکړه یو ښه خبر وباله او زیاته یې کړه چې د دې ایتلاف غړي هېوادونه که خپل فعالیتونه گړندي کړي نو امریکا به د داعش په وړاندې جگړه کې ډېری لاسته راوړنې ولري.
تمه کېږي چې راتلونکي اوونۍ کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف د دفاع وزیران په بروگسل ښار کې د داعش د له منځه وړلو لپاره په نوې سترتېژۍ خبرې وکړي. د دې غونډې مهمه موضوع په سوریه کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف ځمکنی مداخله ده. د سعودي د دفاع وزارت ویاند احمد عسیری العربیه ټلویزوني چینل په مرکه کې وویل: «که د ایتلاف هېوادونه په دې هوکړه وکړي چې ځکمنی پوځ دې سوریې ته داخل شي نو سعودي تیار دی چې خپل پوځیان سوريې ته واستوي».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button