سلايډسيمه او نړۍ

پاکستان: د امريکا پر ځای به روس او چین ته مخه کړو

د پاکستان د لومړي وزير ځانگړي استازي مشاهد حسین سيد گواښ کړی، چې که د کشمير د ستونزې اواري کې امريکا زموږ خبره وانه وري، موږ به روس او چین ته مخ واړوو.

هغه دا خبرې وړمه ورځ واشنگټن کې د امريکا اتلانتيک کونسل په نوم د يوه فکري مرکز غونډه کې وکړې.

د پاکستان د لومړي وزير ځانگړي استازي خپلو خبرو کې وويل: «امریکا نور نړيوال ځواک نه دی، واک يې کمېږي، نور يې هېر کړئ».

ښاغلي حسين څرگنده کړه، چې چین له پخوا لا د پاکستان نږدې ملگری دی او روسيې هم په روان وخت کې پاکستان سره اړيکې بهترې کړې دي، ځکه نو امريکا بايد پر دې بدلون غور وکړي.

ده زياته کړه، چې امريکايي حکومت دې په دې هم پوی وي، چې د اسلام اباد له مرستې پرته افغانستان کې سوله نه شي راتلی. نوموړي د افغانستان سوله د کشمير د ستونزې په اواري پورې تړلې وبلله.

پاکستان دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې گمان کېږي امريکا، هند او افغانستان په گډو هڅو په نړيواله سطحه د پاکستان د منزوي کېدو اراده لري. دغه درې واړه هېوادونه پاکستان په دې تورنوي، چې سيمه کې د ترهگرو ډلو ملاتړ کوي، خو پاکستان وايي، چې خپله د ترهگرۍ ښکار دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button