افغانستان
مزارشريف کې ځانمرګي بريد ۲۰ سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې
مزارشريف کې د ملي اردو پر موټر ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې درې سرتيري وژل شوي او اوولس نور ټپيان دي.
د مزار شريف د امنيت امر رازق قادري وايي، چې نن سهار ۷:۴۵ بجې د مزار شريف په دهداد سيمه کې د ملي اردو پر موټر ځانمرګي بريد اتلسو افسرانو ته مرګ ژوبله واړوله.
په عين حال کې د مزار شريف قول اردو مرستيال وياند نصر الله وايي، په دغه بريد کې اووه افسران ټپيان شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د بريد مسووليت منلی او وايي، چې په دغه بريد کې د ملي اردو دېرشو افسرانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ذبيح الله مجاهد په وينا ځانمرګی بريدګر د ميدان وردګو و او له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ په واسطه يې د ملي اردو پر بس بريد وکړ.