هلمند ولايت لپاره د ولسمشر غني ځانگړی استازی او د ولسي جرگې غړی عبد الجبار قهرمان څرگندوي، چې هلمند کې د جنگېدونکو طالب وسله والو شمېره له پنځو سوو کمه ده، خو دا چې دولتي ادارې له فساده ډکې ده، مديريت کمزوری دی او د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي نه شته، د جگړې لوری نه بدلېږي.
نوموړي زياته کړې ده: «حقيقت دا دی، چې همدې پنځو سوو وسله والو د هلمند وضعيت دومره خراب کړی، چې د ولايتي شورا غړي د ولايت له سقوطه په وېره کې دي». هغه وايي، د تلويزيونونو د راپورونو پر اساس جگړه د لښکر گاه ښار څېرمه سيمو ته رسېدلې ده. د هلمند د ولايتي شورا رييس تېرو ورځو کې پر حکومت غږ وکړ، چې که ولايت ته جدي پاملرنه ونه کړي، ولايت به طالبان ونيسي.
هلمند د افغانستان له هغو ولايتونو دی، چې له افغان امنيتي ځواکونو وړاندې په کې زرگونه نړيوال ځواکونه مېشت و، خو نه هلته د جگړې زور کم شو او نه وسله وال مخالفين کمزوري شول.
شنونکي په دې اند دي، چې سره له دې چې نړيوالو ځواکونو هلمند کې ستر نظامي تاسيسات رامنځته کړل او دفاع وزارت سره يې هلته د يوې مستقلې قول اردو په رامنځته کولو کې مرسته وکړه، امنيتي ځواکونه اوس هم يوازې د پنځو سوو جنگيالو په وړاندې ناتوانه دي.
د هلمند جگړه کې د ولسمشر غني له لوري ټاکل شوي اوپراتيفي قوماندان ښاغلي قهرمان لس ورځې وړاندې په خپلو خبرو کې د هلمند جگړه «جعلي او تجارتي» بللې وه او نيوکه يې کړې وه، چې چارواکي د خپلو گټو په خاطر نه غواړي دغه جگړه پای ته ورسوي.
هغه ويلي وو، چې هلمند ته يې د سفر پر مهال د جگړې ټول عوامل څېړلي او له ولسمشر او امنيتي ارگانونو سره يې شريک کړي، خو حکومت ورته تر اوسه مثبت ځواب نه دی ويلی.