سيمه او نړۍ

جون کيري د سوريې په اړه خبرو لپاره رياض ته رسېدلی

د امریکا بهرنيو چارو وزير جون کيري نن د سعودي عربستان پلازمېنه رياض کې د خليجي همکارو هېوادونو له بهرنيو چارو وزيرانو سره د بشارالاسد او سوريې په اړه خبرې کوي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وايي، چې جون کيري به د خليجي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو سره د سوريې کړکېچ او سيمه کې د نوو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې، چې د امريکا بهرنيو چارو وزير به د سوريې مخالف ايتلاف مشر رياض حجاب سره هم وويني، په داسې حال کې، چې د سوريې په اړه د جينوا کنفرانس دوهمې ناستې تاريخ لا هم نه دی معلوم.

د روسيې بهرنيو چارو مرستيال وزير ګيناډي ګاټيلوف وايي، چې د سوريې په اړه د جينوا کنفرانس به د روانې جنوري په ۲۷-۲۸مه ترسره شي.

انټرفاکس خبري اژانس د روسيې بهرنيو چارو مرستيال وزير له قوله ليکلي، چې دوی د بشارالاسد مخالف ايتلاف په جوړښت نيوکه لري او که د دوی د نيوکو مثبت ځواب ورنکړای شي، نو دوی به د دې ايتلاف پر ځای بشارالاسد سره د خبرو لپاره د نورو مخالفينو ملاتړ وکړي.

بل پلو د بشارالاسد مخالف ايتلاف پلاوي مشر اسد الزعبي وايي، چې بشارالاسد سره د خبرو اترو پر وړاندې روسيې خنډونه راپورته کوي.

د پلاوي مرستيال جورج صبورة وايي، چې د بشارالاسد نظام سره تر هغو خبرې اترې ناشونې دي، چې تر څو يې خپل بريدونو او بمبارۍ نه وي درولي.

په عين حال د کردي ډلو مشرانو ګواښ کړی، که د جينوا په کنفرانس کې کرديانو ته برخه ورنکړل شي، نو دا کنفرانس له ننگونو سره مخ شي.

د جينوا کنفرانس د ملگرو ملتونو امنيت له پرېکړې وروسته د سوريې کړکېچ له ښکېلو غاړو غوښتي، چې په جدي توگه مذاکراتو کې گډون وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button