خبرونه

کابل د پاچا خان پر پوهنتون بریدونه ردوي

د کابل چارواکي د اسلام‌اباد دا تورونه ردوي چې گواکې د پاچا‌خان پر پوهنتون برید د افغانستان له خاورې اداره شوی دی. دغه خبر د ارگ له لورې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی دی. خبرپاڼې زیاته کړې ده چې د افغانستان حکومت د ټولو ترهگرو په وړاندې جگړه کړې ده او هېڅ ډلې ته د افغانستان له خاورې څخه د گاونډیانو پر ضد د برید اجازه نه ‌ورکوي.

تېره ورځ د پاکستان د استخباراتو د بهرنیو اړیکو مسوول جنرال عاصم بجوه ادعا وکړه چې د پاچا‌خان پر پوهنتون برید د افغانستان له خاورې اداره شوی دی. بجوه زیاته کړه «له موږ سره د برید په اړه کره شواهد شته دي چې دا د افغانستان په خاوره کې جوړ شوی دی او تر پایه پورې له هماغه ځایه کنټرولېده».

د تېرې چهارشنبې په ورځ د ترهگرو یوې ډلې د خیبرپښتونخوا په چارسده سیمه کې د پاچاخان پر پوهنتون برید وکړ. چې له امله یې د پوهنتون ۲۱ تنو محصلینو او کارکوونکو ته مرگ ژوبله واوښته. له پېښې وروسته جنرال راحیل شریف د ټلیفون پرلیکه له ولسمشر غني او عبدالله څخه د پاکستاني طالبانو پر وړاندې جگړه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button