سيمه او نړۍ

داعش د خپل جلاد جهادي جون د وژنې پخلی کړی

داعش ډلې منلې، چې د دوی برتانوی جلاد جون د امريکايي څارگرې الوتکې په برید کې وژل شوی.

د داعش له لوري خپرېدونکې دابق مجلې د جون ژوند ليک خپور کړی او منلې يې ده، چې نوموړی د امريکا په بريد کې وژل شوی دی.

د دابق مجلې په وينا جون خپل نوم محمد اموازي و، په کويت کې پيدا شوی و او برتانيې کې لوی شوی و.

داعش ويلي، چې جون د تېر کال نومبر کې د امريکا په ډرون کې وژل شوی و.

له دې وړاندې د امريکا دفاع وزارت وياند پيټر کوک ويلي و، چې د جهادي جون موټر د امريکايي بې پيلوټه الوتکې له لوري په نښه شوی او نوموړی په دغه بريد کې له منځه تللی دی.

د داعش له لوري په خپرېدونکو ويډيوگانو کې جون د جلاد په توگه څرگندېده، چې د لويديځو يرغمل شوو اتباعو سرونه به يې پرې کول.

د جون په لاس په وژل شوو کسانو کې امريکايي ژورنالېست سټيون سوتلوف، جيمز فولي، د برتانيې مرستندويه ډلې غړی ايلن هننګ او د امريکا مرستندویه ټولنې غړی عبدالرحمن کيسګ او ګڼ نور شامل دي.

jihadi_john_newspaper_624x351_afp

تېر کال برتانوي رسنيو ليکلي و، چې جون د برتانيې استخباراتو ته په ځينو کړنو کې مطلوب و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button