امريکا: د داعش له لوري متحده ايالاتو ته هيڅ ګواښ نه شته
امريکا وايي، چې د داعش يا اسلامي دولت ډلې له لوري متحده ايالاتو ته هيڅ کوم جدي ګواښ نه دی متوجه.
FBI يا د امريکا د تحقيقاتو د فدرالي ادارې مشر جيمز کومي پرون په يوه غونډه کې ويلي، چې هيڅ داسې استخباراتي مالومات نه شته، چې له مخې يې د داعش له لوري د امريکا متحده ايالاتو ته کوم ګواښ متوجه وي.
کومي زياته کړه، ادارې يې په امريکا کې لسګونه داسې کسان په نښه کړي، چې توندلاريتوب ته مايل دي.
د هغه په وينا د پاريس له بريدونو وروسته دغه کسان تر جدي څار لاندې دي، خو زموږ مالومات داسې څه نه راښيي، چې ياده ډله دې د پاريس په څېر بريدونه په امريکا کې هم ترسره کړي.
کومي وايي، د داعش او پلويانو ډېری وېډيوګانې تبليغاتي دي او موږ يې په اړه تحقيقات کوو.
د پاريس له بریدونو وروسته د امريکا يو شمېر ايالاتو هلته د سوريايي مهاجرينو پر ورتګ بنديز ولګاوه، او له سي آی ای او اېف بي آی يې غوښتنه وکړه، چې د ټولو هغو مهاجرينو په اړه ډاډ ورکړي، چې امريکا ته ننوځي.
له همدې امله د امريکا د تحقيقاتو د فدرالي ادارې مشر په پروني کانفرانس کې په خپلو څرګندونو کې دې ته اشاره وکړه، چې داعش په امريکا کې د کوم خونړي بريد پلان نه لري.