د سعودي بهرنيو چارو له وزير وروسته دفاع وزير اسلام اباد ته رسېدلی

د سعودي دفاع وزير او مرستيال شهزاده محمد بن سلمان د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته په رسمي سفر رسېدلی دی.
د سعودي دفاع وزير وروسته له هغې پاکستان ته ځي، چې وړمه ورځ د دغه هېواد بهرينو چارو وزير عادل الجبير هم پاکستان ته تللی و.
پاکستاني سرچينې وايي، چې محمد بن سلمان به د پاکستان دفاع وزير سره وگوري په نظامي چارو خبرې اترې وکړي.
له دې وړاندې د سعودي بهرنيو چارو وزير اسلام اباد کې د پاکستان لوی درستيز، لومړي وزير او بهرنيو چارو سلاکار سره د جلاجلا ناستو په ترڅ کې په دوه اړخيزو سياسي، نظامي او سيمهييزو چارو خبرې کړې وې.
داسې ويل کيږي، چې د سعودي چارواکو د دغو سفرونو موخه د ايران پر ضد د پاکستان ملاتړ خپلول دي، مگر دا نه ده روښانه، چې پاکستان به سعودي عربستان سره په دې اړه مرسته وکړي که نه.
د پاکستان بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز لاهور کې رسنيو ته وويل، چې ايران او سعودي عربستان بايد خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او اسلامي نړۍ بايد په دې اړه خپل فعاليت تر سره کړي.
بل پلو د خليج همکاريو سازمان هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د سعودي او ايران د ډيپلوماتيکو ترينگلتيا له امله د سعودي عربستان بشپړ ملاتړ کړی دی.

عربي رسنۍ وايي، چې د خليج همکاریو سازمان بهرنيو چارو وزيرانو ديوې اعلاميې په ترڅ کې ويلي، چې د سعودي محکمې له لوري د شيعه عالم اعدامول د سعودي کورنۍ مسئله ده او ايران بايد په دې اړه له د سعودي په چارو کې له مداخلې لاس واخلي او ژمنه يې کړې، چې د ايران د مداخلو په اړه به يو لاس وي.
په عين حال کې د خليجي هېوادونو همکاريو سازمان له ملگرو ملتونو هم غوښتي ايران د گاونډيتوب اصولو، سيمه کې د پرديو هېوادونو چارو کې له مداخلې او د ترهگرو له ملاتړه لاس اخيستو ته مجبور کړي.