چارواکي: مارجه له طالبانو پاکه شوه
د هلمند امنيتي چارواکو خبر ورکړی، چې مارجه ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه کړې ده.
د هلمند امنيه قومندان عبد الرحمن سرجنگ رسنيو ته ویلي، له مارجې يې په بشپړ ډول طالبان ويستلي دي. هغه زياتوی، د مارجې لويه لار د دولتي ځواکونو لاس ته لوېدلې ده او هلته امنيتي پوستې جوړې شوې دي. نوموړی وايي، د تېرو ورځو نښتو کې يې له سلو ډېر طالبان هم له منځه وړي دي. خو وسله والو طالبانو لا په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د مارجې په گډون د هلمند په نورو ولسواليو کې له اوږدې مودې را په دې خوا د امنيتي ځواکونو او دولت د وسله والو مخالفینو تر منځ نښتې رواندې دي، پرون هم هلته د جگړو له امله يو څلوېښت امنيتي سرتېري ووژل شول.
په دې وروستيو کې له دې امله چې جگړې زور واخيست، امريکايي او برتانوي سرتېري هم د هلمند جگړه کې گډون ته ولاړل، چارواکي وايي، له طالبانو د سيمو په نيولو کې يې بهرنيانو پام وړ مرسته کړې ده.