سمارټ فون ولې اور اخلي؟
له تیرو څو کلونو څخه د سمارټ فون یو شمیر کاروونکي په ځانګړی ډول د اپل کمپنۍ د سمارټ فونونو کاروونکي د خپلو سمارټ فونونو له اور اخیستلو او یا چاودنې څخه شکایت کوي.
د ټکنالوژي برخې کاروونکو په وینا د سمارټ فونونو په بیټرۍ کې یو ډول کیمیاوي ماده چې لیتیم یون نومیږي کارول کیږي کوم چې د اور اخیستلو او چاودلو وړتیا لري.
د لیتیم یون د استعمال له امله یو شمیر سمارټ فونونه اور اخلي کوم چې ځینې وختونه د کاروونکو د ټپي کیدو او یا هم ژوند له لاسه ورکولو لامل ګرځیدی شي.
له دې سربیره یوازینی اوزار چې د سمارټ فونونو په بیټرۍ کې د مثبت او منفي الکترودونو جلا کولو او له یو بل څخه لرې ساتلو لپاره کارول کیږي یو ۲۰ میکرومتره جلا کوونکی دی کوم چې د ټکنالوژي د برخې کارپوهانو په وینا کافي نه دی.
او که چیرې بیټرۍ د تولید پر مهال له یو شمیر بهرني موادو یا څیزونو سره لګیدلی وي نو خطرناک حالت خپلوي او یوه کوچنۍ اړیکه د دې لامل ګرځي چې د بیټرۍ ټول انرژي په یو الکترود کې ځای پر ځای شي د کوم له امله چې سمارټ فون اور اخیستلی او یا هم چاودیدلی شي.
او همداراز که چیرې د سمارټ فون د بیټرۍ تودوالی له د سانتی ګراد له ۱۵۰ درجو څخه اوچته شي نو بیا هم سمارټ فون اور اخیستلی او یا چاویدلی شي.
پورتینو لاملونو په پام کې نیولو سره د ټکنالوژي برخې کاروونکي وايي چې د چارجولو پر مهال سمارټ فون کې د کار کولو او یا خبرې کولو څخه باید ډډه وشي.