افغانستان
لوگر کې د ملي ادرو چورلکه نسکوره شوې

د لوگر ولايت محمد اغې ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه چورلکه نسکوره شوې، چې له امله يې درې سرتيري وژل شوي او يو ټپي دی.
د لوگر ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې چورلکه د تمريني پرواز پر مهال د تخنيکي ستونزو له امله نسکوره شوې ده.
چورلکه د محمد اغې له شکار کلا پوځي مرکزه پورته شوې وه او له پورته کېدو لږه شېبه وروسته يې له مرکز سره اړيکه پرې شوه او نسکوره شوه.
شکار کلا پخوا د امريکايي پوځيانو مرکز و او اوس د ځانگړوو قواوو ۳۰۳ نمبر قول اردو هلته پرته ده.