لوبه
«افغان کرکټ» مجله چاپ او پر لیکه شوه

افغان مجلې دوهمه ګڼه د څو کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا چاپ او پر لیکه شوه.
دغه مجله چې د کرکټ بورډ لخوا چاپيږي، په ۵۶ مخونو کې په ډیر اعلی کیفیت چاپ شوې ده.
د مجلې مسوول مدیر جاوید همیم کاکړ دی او مرستیالان یې فرید هوتک، عزیز غروال او نویدسفزی دي.
مجله کې د کرکټ بورډ پر کارونو او ملي لوبډلې په بریاو رڼا اچول شوې او هم د کرکټ په اړه ځينې معلوماتي لیکنې هم خپرې شوې دي.
په مجله کې د پښتو او دري سربېره انګلیسي مطالب هم خپاره شوي دي.
مجله له دې ځایه ښکته کولای او لوستلای شئ.