پنټاګون: د ډونالډ ټرامپ وروستۍ څرګندونې به د امریکا امنیت له خطر سره مخ کړي
د امریکا د دفاع وزارت، پنټاګون، اخطار ورکړی چې د مسلمانانو په اړه د جمهوریت غوښتونکو مخکښ نوماند ډونالډ ټرامپ وروستۍ څرګندونې داعش قوي کوي او د امریکا د امنیت لپاره ډېرې خطرناکه دي. د کلیفورنیا د ترهګریزو حملو وروسته د تېرې دوشنبې په ورځ ډونالډ ټرامپ په خپل ټاکنیز کمپاین کې د خبرو په مهال زیاته کړه چې امریکا ته د مسلمانانو په راتګ دې بندیزونه ولګول شي، تر څو د خلکو استازي په دې پوه شي چې د امریکا دننه څه روان دي.
د ټرامپ وروستۍ څرګندونې په نړیواله کچه له توندو غبرګونو سره مخ شوي. د پنټاګون ویاند پیتر کوک په خپلو خبرو کې وویل: «د ټرامپ وروستۍ څرګندونې به د داعش نړیوال ليدلوری قوي کړي». له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم د ټرامپ څرګندونې رد کړې او زیاته یې کړه چې دغه څرګندونې له داعش سره په جګړه کې اړخ نه لګوي.
کوک زیاته کړه چې دېته ورته څرګندونې به د امریکا ټولې هڅې چې د مسلمانو افراطي ډلو په وړاندې کړي له منځه یوسي. همدارنګه په دې اړه هېلري کلنټن د ډیمکراتانو مخکښې نوماندې په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلې چې د ټرامپ څرګندونې نه یوازې زموږ له ارزښتونو سره اړخ نه لګوي، بلکې دا ترهګرو ته پلمه په لاس کې ورکوي.