سيمه او نړۍ

له بم چاودنې وروسته د بروکسل هوايي ډګر وتړل شو

رسنۍ راپور ورکوي چې د بروکسل زافنتم هوايي ډګر له دروازو سره دوه چاودنې شوي دي چې د ‌ډګر چارواکو ټول شته خلک وېستي او هوايي ډګر يې تړلی دی.

ورډ اګريګېټ نيوز وايي چې دغه چاودنه نن سهار رامنځ ته شوې ده. د چاودنې انځورونه او ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوی دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دغه بريد کې څومره کسان وژل شوي دي. خو رسنۍ وايي چې ځينې ټپيان ليدل شوي دي. سيمه ييزو چارواکو ويلي دي چې اوس به ډېره وختي وي چې د قربانيو په اړه معلومات ورکړي. خو ويل کېږي چې بم چاودنې ډېر ورانی کړی.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button