کندوزیان د امنتي تړون لغوه کول غواړي
د کندوز اوسېدونکو، ځوانانو او پوهانو له امریکایانو سره د امنیتي تړون د لغوه کولو غوښتنه کړې. نن په سلگونه کندوزیان د کندوز ښار واټونو ته راوتي وو او له چارواکو څخه یې د عدالت غوښتنه کوله.
لاریون کوونکو له حکومتي چارواکو څخه گڼې غوښتنې لرلې، دوی د امریکا او «د امریکا د مزدورانو» پر ضد د مرگ شعارونه ورکول او د عدالت غوښتنه یې کوله. لاريون کوونکو درې غوښتنه لرلې، لومړی باید له امریکایانو سره امنیتي تړون لغوه اعلان شي، ورپسې د کندوز د بمبارۍ عاملین باید یوې بې پرې محکمې ته وړاندې شي او د شپې له لوري دې عملیات ودرول شي چې په کې ملکیانو ته ډېر زیان اوړي.
لاریون کوونکو گواښ کړی چې که چېرې د دوی غوښتنې تر درې ورځو پورې پوره نه شي نو په اعتراض به یې د کندوز ټولې لويې لارې د ترافیکو پر مخ وتړي او مسوولیت به یې د حکومت په غاړه وي.
درې شپې وړاندې دې ولايت کې د دفاع وزارت له لوري له امریکایانو څخه د بمبارۍ غوښتنه شوې وه چې په کې تر څلوېښتو پورې ولسي وگړي، ماشومان او ښځې ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول. یاده پېښه د کندوز د ښار د بوزې کندهاري په سیمه کې شوې وه.