د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو را نېزدې کېدو سره په هېواد کې د ترهگریزو فعاليتونو وېره ډېره شوې او د امريکا استخباراتو له يو شمېر چارواکو د احتیاط غوښتنه کړې.
د روېټرز خبري اژانس پرون د جمعې په ورځ راپور ورکړ، چې سي آی ای د نيو یارک او نيو جرسي چارواکو او پوليسو ته خبرداری ورکړی چې «القاعده» په ټاکنو کې د ترهگریزو بريدونو پلان لري. یادې ټاکنې د روان نومبر په ۸ ترسره کېږي.
راپور د یادو ایالتونو د هوايي ډګرونو او بندرونو چارواکو له خولي ليکي چې، دوی امنيتي تدابير ټينګ کړي او د امنيت د لا ټينګښت له پاره تازه دمي پوليس هم ور رسېدلي دي.
د دې سربېره د «سي بي اس» تلويزون د نامعلومو سرچېنو له خولې ليکلي، چې استخباراتو د ټکساس، ویریجينا او نيویارک ایالتونو ته هم د «القاعده تنظیم» دبريدونو په تړاو خبرداری ورکړی. ښايي دغه بريدونه له انتخاباتو یوه ورځ مخکې ترسره شي.
تلويزون زیاته کړه چې، سرچينو ځانګړي ځایونه نه دي په ګوته کړي، خو استخباراتو د تروریزم ضد ځواکونه ته خبرداری ورکړی.
سرچينې وايي، چې چارواکو ټول ګواښونه جدي نيولي او په اړه يې د نورو معلوماتو راټولوولو له پاره هڅې ګړندۍ کړي دي.
اف بي ای (FBI) په دې راپور له تبصرې ډډه کړې خو زیاته يې کړه چې، « د ترورېزم سره د مبارزې او نورې امنيتي ادارې په متحده ایالاتو کې د هر ډول برید مقابلې ته چمتو دي».