خبرونه

روزگان: د ملي اردو سرتېرو کورنیو د محاصرې د ماتولو غوښتنه کړې

د ملي اردو د سرتېرو د کورنیو لسگونو کسانو په کابل کې د ملي دفاع وزارت له چارواکو غوښتنه کړې، چې د دوی د کورنیو د غړو چې روزگان کې د طالبانو له لوري د محاصرې شپې ورځې سبا کوي مرسته وکړي. د ملي اردو کورنۍ وايي چې دغه سرتېري له څلورو میاشتو راهیسې د طالبانو په محاصره کې دي.

د محاصره شوو سرتېرو د یو تن پلار رسنیو ته وویل، چې زوی یې له څلورو میاشتو راهیسې محاصره دی او د خوراک او درملنې له پاره کافي موادو ته لاسرسی نه لري. د ملي اردو دې سرتېرو ته یوازې غنم رسېږي او له هغو استفاده کوي. یو سرتېري خپلې کورنۍ ته ویلي چې له دوی سره مړي او ټپیان هم پراته دي او ښايي چې بشري تلفات نور هم ډېر شي.

بل پلو د ملي دفاع وزارت دغه خبرونه او ادعاوې ردوي او وايي چې د روزگان په هیڅ برخه کې هم د ملي اردو سرتېري محاصره نه دي. د دې وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته ویلي چې دفاع وزارت ټولو سرتېرو ته تجهیزات په خپل وخت رسوي او له هیچا څخه یې په دې اړه کومه رسمي گیله نه ده اورېدلې.

افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر جنرال نیکولسن تېره میاشت د ملي دفاع وزارت چارواکي په ناکامۍ تورن کړل او زیاته یې کړه چې دوی په مدیریت کې ستونزه لري او نه شي کولی چې ستونزې په خپل وخت کې اوارې کړي. هغه زياته کړه، چې د افغان امنيتي ځواکونو تلفاتو کې ډېروالی د کمزوري مديريت او نه همغږۍ له امله راغلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button