گارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د یوې کره او معتبرې ادارې له څېړنې وروسته تر لاسه کړې، چې اته افغاني زندانیان په گوانتانامو کې په غلطۍ سره د اوږدې مودې له پاره پاتې شوي دي او امریکایانو په دې اړه ستره تېروتنه کړې چې دغه کسان یې د دې اوږدې مودې له پاره هلته ساتلي دي.
د دې اتو افغاني زندانیانو په اړه څېړنه د افغانستان د تحلیلگرانو د شبکې له لوري شوې ده. په څېړنه کې راغلي چې د دې اتو افغان بندیانو په نه جرم بندي کول یوازې دوی او د دوی کورنۍ نه دي ځورولي بلکي دې کار د افغانستان په شخړې او روان کړکېچ کې رغنده رول لوبولی دی. دوی زیاتوی چې د دې کسانو نیول او په گونتانامو کې ساتل د دې پنځلس کلنې اوږدې شخړې، مقاومت او په پای کې د امریکایانو ناتواني چې جگړه مهار کړي، له مهمو لاملونو څخه شمېرل کېږي.
د دې څېړنې کوونکی کاټا کلیرک په دې باور دی چې دا پنځلس کلنه جگړه د گوانتانامو او بگرام د زندانونو له امله شوې او له طالبانو سره یې د جگړې په کولو کې ډېره مرسته کړې. د تحلیلگرانو راپور زیاتوي چې له دې اتو زندانیانو څخه شپږ په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې او پاتې دوه نور په ۲۰۰۷ کال کې نیول شوي او گوانتانامو ته وړل شوي دي.
له دې اتو تنو څخه د دريو (ولې محمد، عبدالظاهر او بوستان محمد) په اړه د کویسا پارول بورډ امر ورکړ، چې دوی کوم جرم نه لري او پاتې د ۲۰۰۷ کال له نیول شوو څخه هارون گل او محمد رحیم بیا د همدې بورډ له لوري مجرم ونومول شول او پاتې درې نور عبیدالله، محمد کامین او حمیدالله بیا په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې د اوباما د پروگرام له مخې چې غواړي د گوانتانامو زندان محدود کړي متحده عربي اماراتو ته انتقال شول.
دغه اته تنه په دې نه وو تورن چې گواکي دوی په کومې چاودنې او یا هم کوم یرغل کې لاس درلود او یا هم د طالبانو او القاعدې غړیتوب یې لاره؛ دوی یوازې په دې تورن وو چې دوی له طالبانو سره اړیکې لرلې او یا کوم ځلي یې له طالبانو سره مالي مرسته کړې. راپور زیاتوي چې په ۲۰۱۴ز کال کې چې امریکایانو له طالبانو سره د امریکايي سرتېري بریگيډال او نورو طالب زندانیانو د خوشې کولو لپاره خبرې اترې پیل کړې نو طالبانو هم د دې اتو تنو د ازادولو غوښتنه نه وه کړې.
څېړنې هغه افغان بندیان هم څارلي چې له گوانتانامو څخه ازاد شوي دي. راپور د گڼو کسانو نومونه یاد کړي چې له گوانتانامو څخه راگرځېدلي او بیا یې جگړې ته مخه کړې او ځینې په کې وژل شوي هم دي. د امریکا د دفاع وزارت يا پنتاگون ویاند د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې د راپور په اړه له څه ویلو ډډه کړې.