روغتيا

انسان ولې شوکور کېږي؟

شوکوري، يا شب کوري، يا د شپې ړوندوالی هغه ستونزه دی چې د انسان ديد په کې سم نه وي. د شپې سم ليدل نه شي کولای او عموما ليدل يې سم نه وي.

خو د شپې له لورې د سترګو د ديد ستونزه يوازې په شوکورۍ پورې منحصره نه ده، بلکې ځينې وختونه سړی له يوه چاپېريال څخه بل ته لاړ شي، بيا څه مودې ته اړتيا لري چې ديد يې خپل ځای ته راشي.

ډېره رڼا او ډېره تياره هم کولای شي د سترګو ديد ته سخت تاوان ورسوي. ځکه خو ډاکټران وايي چې د شپې د خوب پر مهال مبايل بايد ځکه استعمال نه شي، چې د بندولو په صورت کې تپه تیاره کېږي او دا سترګې خرابوي.

د دې ناروغۍ لاملونه ډېر دي. ګزروفتالمي، شبکي التهابات، د سترګو ليزري جراحي او نور لاملونه لرلای شي، مګر د ويټامين A کمی يې مهم لامل کېدای شي.

د ويټامين اې د کمي پر مهال تاسې کولای شئ له دغو خوړو ډېره استفاده وکړئ تر څو ستونزه حل شي:

ګازره،

د ماهي غوښه،

د هګۍ زېړ،

سور مرچ،

کاهو،

پنېر،

شلغم،

وچ زردالو او نور…

که چېرته د شوکورۍ لامل د ويټامېن اې کمی وي، او ناروغ له پورتنيو خوړو څخه ډېره استفاده وکړي، ښايي ژر د خپلې ستونزې حل وويني او که يې ښه پايله نه لرله، بيا بايد ډاکټر ته مراجعه وکړي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button