سيگار: د افغان امنيتي ځواکونو تلفات د تېر کال په پرتله ډېر شوي
د افغانستان د بيا روغونې لپاره د امريکا د ځانگړي مفتش دفتر (سيگار) خبر ورکړی، چې روان ميلادي کال کې د تېر کال په پرتله د افغان امنيتي ځواکونو تلفات ډېر شوي دي. تېر کال وسله والو مخالفينو سره جگړو کې د امنيتي ځواکونو څه له پاسه پنځه زره سرتېري وژل شوي وو، خو د روان کال لومړيو اتو مياشتو کې دا شمېره له پنځه نيمو زرو اوښتې ده.
د امريکا ځانگړي مفتش جان سپکو د خپلو درې مياشتنيو راپورونو په دريم راپور کې د امريکا کانگرېس ته ليکلي، چې د روان کال د جنورۍ له پيله د گست تر نولسمې نېټې د افغانستان د امنيتي ځواکونو ۵۵۲۳ سرتېري وژل شوي او نږدې لس زره نور ټپيان دي. تېر کال د ژوبلو افغان سرتېرو شمېره پنځلس زره وه.
سيگار دغه راز څرگنده کړې ده، چې د افغانستان د خاورې شپېته سلنه برخه د افغان حکومت او لس سلنه د طالبانو په لاس کې ده او پر پاتې دېرش سلنه خاوره د دواړو لوريو تر منځ جگړه روانه ده. دا په داسې حال کې ده، چې نړيوالو راپورونو د روان کال پيل کې څرگنده کړې وه، چې د افغانستان پنځه دېرش سلنه خاوره د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.
بل پلو روانو شپو ورځو کې د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې د سرتېرو ډېر تسليمېدل په يوه جدي ستونزه بدل شوي دي، چې شنونکي يې لامل له امنيتي سرتېرو د حکومت کافي ملاتړ نه کول بولي.