افغانستان

عطا نور حکومت په قومپالنه تورن کړ

په داسې حال کې چې د افغانستان د حکومت د مختلفو مشرانو ترمنځ د تورونو او نيوکو جګړه تونده ده، د بلخ چارسمبالي والي عطا محمد نور ويلي دي چې حکومت کې قومپالنه شته او بايد په دې تړاو له احتياط څخه کار واخيستل شي.

نور دغه څرګندونې نن په کابل کې د نورو سياسي رهبرانو په خوا کې د عرفاني په تلين غونډه کې وکړې. هغه وويل چې حکومت کې قومپالنه شته او بايد په دغه تړاو له احتياط څخه کار واخيستل شي.

نور که څه هم د چا نوم وانه خيست او نه يې وويل چې خبرې يې چا ته متوجه دي، خو داسې ښکاري چې هغه هم د نيوکو او تورونو جګړه کې برخه واخيسته. د عطا نور څرګندونې د ولسمشر ټيم ته متوجه ښکاري. دوه ورځې وړاندې جنرال دوستم هم د افغانستان ولسمشر په قومپالنه تورن کړ او ويې ويل چې هغه يوازې  پښتانه او لوګريان خوښوي.

په ياده غونډه کې اجرايي مشر عبد الله عبد الله هم خبرې وکړې. هغه هم د قومپالنې د تورونو په تړاو وويل چې د افغانستان حکومت بايد محتاط اوسي او اجازه ورنه کړي چې حالات داسې ځای ته ورسېږي چې بيا يې هېڅوک نه شي اداره کولای.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی وار دی چې د افغانستان په حکومت کې د قومپالنې تورونه په دومره پراخه پيمانه د سياسي مشرانو ترمنځ تبادله کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button