روانې چارېسلايډ

حکمتيار: له رهبرۍ تر اربکۍ

جاويد جلال

څوک چې د افغانستان د تېرو څلوېښتو کلونو سياسي کشمکش شاهد يا حاضر وي، د ګلبدين حکمتيار شخصيت ښه درک کولای شي. حکمتيار د خپلې مبارزې له پيله يو جذباتي، توند، غير مصلحتي سړی پاتې شوی او تل يې د وخت د اړتياوو پر ضد پرېکړې کړي دي. له همدې امله د هغه سياسي بخت ډېر خراب و.

د داوود خان د حکومت پر ضد د حکمتيار مبارزه د پاکستان له لورې ښه استقبال شوه. وروسته چې شوروي پر افغانستان بريد وکړ او افغان جهاد پيل شو، د حکمتيار ګوند تر ټولو نورو جهادي ګوندونو ډېر امتيازات ترلاسه کول او له همدې کبله يې ډېر خلک ورجذب هم کړل. په دغه ترتيب، حزب د افغانستان يو ستر او مؤثر ګوند و.

خو د حزب تاثير هغه مهال کمرنګه شو او له چلنج سره مخ شو چې کابل د جمعيت په لاسونو کې پرېوت او حزب د جګړې آپشن ته لاس اوږد کړ. د حزب مشر د مرکز پر ځای حاشيې ته شو او د طالبانو له راتلو وروسته خو بيخي له وطنه په تبعيد کې اوسېده.

له طالبانو وروسته حزب د له منځه تلو له خطر سره مخ شو، ځکه، که څه هم د حزب جنګيالي ډېر وو، خو مشري نه وه او دوی د ګېډې د مړولو له پاره عايد نه لاره. د حزب ډېری قومندانان يا له طالبانو سره يو ځای شول او يا يې شخصي ژوند ته ادامه ورکړه. له همدې کبله، کله چې امريکايانو پر افغانستان بريد وکړ، حزب کې د جګړې شومه نه وه پاتې. ښاغلي حکمتيار بايد هغه مهال د يوه پرګماتيک رهبر په توګه له نوي حکومت سره د يو ځای کېدو پرېکړه کړې وای، ځکه حکومت د پښتنو له تشې سره مخ و او د حکمتيار راتلو هغوی ته کرېډېټ او حکمتيار ته واک په لاس کې ورکاوه.

خو حکمتيار ښه پرېکړه ونه کړه. هغه له امريکايانو سره د جګړې پرېکړه په داسې حال کې وکړه، چې د خپل زور او د جنګياليو له شمېر څخه نه و خبر. له همدې کبله په تېرو پنځلسو کلونو کې حکمتيار برزخي ژوند تېر کړ. هغه د حکومت او طالب تر منځ پاتې شو. که چېرته هغه په کلکه د يوه ځواک خوا نيولې وای، د دغو ورځو راتلل به ستونزمن وو.

د حکمتيار تېرو پرېکړو هغه په يوه عجيبه حالت کې واقع کړ. له دنيا پټ و، خو پټيوالي يې هېڅ ګټه نه لرله، بلکې دی يې لا حاشيې ته کاوه او راتلونکی يې لا له چلنجونو ډکاوه. حکمتيار د ناچارۍ له مخې حکومت ته د ورتلو لاس اوږد کړ. د حکومت په داخل کې له ډېرو نازو نخرو وروسته دی ومنل شو.

اوس، چې د ښاغلي حکمتيار ږيره سپينه ده او د تېرو څلوېښتو کلونو تجربه هم لري، بيا هغسې کړنې ترسره کوي، لکه څلوېښت کاله پخوا چې يې کول. حکمتيار او ملګري يې لا هم له خپل حد پورته غږېږي. د حزب مشر چې اوس د يوه کمزوري سړی په څېر کابل ته روان دی، لا هم د ايران پر وړاندې ډېرې توندې څرګندونې کوي. په داسې حال کې چې ايران د افغانستان يو له مهمو ګاونډيو څخه دی او په تېرو پنځلسو کلونو کې په حکومت کې ډېر ژور داخل شوی.

حکمتيار چې اوس کابل ته روان دی او خپل سياسي ځواک او اثر هم ښه درک کوي، لا هم په هغو مسايلو کې بوخت دی چې بايد پخوا يې هېر کړي وای. هغه چې پرون د افغانستان جګړه جهاد باله او دا يې د ځان له پاره ستر وياړ باله، اوس يې استخباراتي جګړه بولي، تر څو خپل موقف ته برائت ورکړي.

د حکمتيار کشران او واړه حزبيان اوس په خپل ټول واک او ځواک دې ته لګيا دي چې په افغانستان کې اوسنۍ جګړه د بهرنيو وبولي، جنګيالي يې -هغه کسان چې تر پرونه يې دی هم جز و او دا يې ځان ته وياړ باله- د بهرنيو د لاس آلې او غولېدلي کسان وبولي.

اوس چې د حکمتيار زامنو او د ګوتو په شمار لارويو کومه لاره غوره کړې، دا د اربکيانو لار ده. که څه هم حزبيانو کلونه وړاندې د افغانستان په مختلفو برخو کې د اربکي توب پروژې يې واخيستې، خو دغه پروژې د غزني په څېر ځايونو کې سختې ماتې شوې او د دوی د توقع پر خلاف، د دوی د تباهۍ لامل وګرځېدې. خو داسې ښکاري چې دوی لا هم له دغو تجربو درس نه دی اخيستی. د اربکيو اصلي پروژې چې بريالۍ نشوې، دغه آنلاين هڅې خو په هېڅ صورت نه شي بريالۍ کېدای.

ستونزمنه ده چې له دې ټولو بدلونونو او افراطي موقفګيريو وروسته دې هم داسې کسان وي چې د حکمتيار وينا ته دې غوږ شي. اوس خلک ډېر هوښيار دي او پوهېږي چې حزب هم د نورو ډلو په څېر په عامو خلکو قربانۍ ورکوي بيا پرې دغسې لوبې کوي، لکه اوس چې حکمتيار وکړه او د امتياز پر مهال به حبيب الرحمن حکمتيار په لومړي کتار کې ناست وي. هغه چا چې قربانۍ ورکړي، څوک يې د پوښتنې نه شته.

په جګړو، اختلافونو، توندو او تېزو غبرګونو کې د حکمتيار ږيره سپينه شوه، خو مثبته پايله يې نه لرله. د حکمتيار له پاره ښه دا ده، چې خپل تېر عمر کې فکر وکړي او د ناکامۍ ټکو کې ژور ننوځي. هغه بايد له دې وروسته د هلکتوب او د خلکو په لاسونو کې د لوبېدو سياستونو ته د پای ټکی کېدي.

ښه به دا وي چې حکمتيار د يوه سپين ږيري مشر په توګه خيريه کارونو ته مخه کړي. هغه څه جبيره کړي چې تېرو دېرشو کلونو کې يې خلکو ته رسولي. ګوندي تاريخ پرې يو څه رحم وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button