افغانستانسلايډ

ضعيف: امريکايان د سپتمر ۱۱ له پېښو مياشت وړاندې خبر وو

پخواني طالب چارواکي او د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو کلونو کې په اسلام آباد کې د افغانستان سفير، ملا عبد السلام ضعيف وايي چې د سپتمبر د يوولسمې له بريدونو څخه يوه مياشت مخکې امريکايانو ده ته ويلي وو چې دغسې بريدونه ترسره کېږي.

عبد السلام ضعيف دغه څرګندونې همدا شېبه په کابل کې صافي لنډمارک هوټل کې په افغانستان کې د امريکا د يوې نيمې لسيزې حضور د ارزونې په څېړنيزه غونډه کې وکړې. دغه غونډه چې د پښتون خوځښت له لورې جوړه شوې، د افغانستان مختلفو سياسي او علمي سټو په کې برخه اخيستې ده.

ضعيف، چې په غونډه کې د طالبانو د راپورته کېدو، د دوی ستونزو او لاسته راوړنو پر موضوع غږېده، په خپلو خبرو کې وويل چې طالبان د افغانستان د امنيت له پاره راپورته شوي وو او په دغه هدف کې تر ډېره بريالي هم وو. خو ضعيف وايي چې دا چې د طالبانو ډېری غړي ځوانان او بې تجربې وو، له همدې امله يې ځينې غلطۍ هم ترسره کړې.

په اسلام آباد کې د طالبانو د حکومت پرمهال سفير له امريکا سره د طالبانو د جګړې په تړاو وويل، چې طالبانو نه غوښتل چې له امريکا سره لاس او ګرېوان شي. ضعيف وويل چې د سپتمبر له پېښې يوه مياشت وړاندې په اسلام آباد کې د امريکا سفير له ده څخه د بيړني ملاقات غوښتنه وکړه. ضعيف زياتوي چې د امريکا سفير د ملاقات پر مهال ده ته وويل چې پر امريکا بريد کېدونکی دی او دغه بريد له افغانستان څخه اداره کېږي.

په دغه څېړنيزه غونډه کې ضعيف زياته کړه چې ده د امريکا د سفير پيغام هماغه شېبه د طالبانو مشر، ملا محمد عمر ته واستاوه. ملا عمر، د ده په وينا، امريکا ته ډاډ ورکړی و چې دوی پر امريکا د بريد اراده نه لري او نه به اجازه ورکړي چې د دوی ځمکه د امريکا پر وړاندې وکارول شي.

ضعيف په خپلو خبرو کې وويل چې دی پر دې قانع نه دی چې د سپتمبر د يوولسمې نېټې پېښه دې له امريکا بهر اداره شوې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button