خبرونهسلايډ

نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ۱۵.۲ ملیارده امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ

 

د بروکسل په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ۱۵.۲ ملیارده امریکايي ډالرو مرستو اعلان کړی دی. دغه مرستې به په راتلونکو څلور کلونو کې افغانستان ته سپارل کېږي. د بروکسل په کنفرانس کې شاوخوا د نړۍ اویا هېوادونو او دېرشو نړیوالو ادارو برخه اخیستې وه.

د امریکا متحده ایالت د پنځو ملیارده امریکايي ډالرو، اروپايي اتحادیې د ۱.۱ ملیارده ډالرو، بریتانیا یو ملیارد ډالر، پاکستان د ۵۰۰ ملیونه ډالرو، سعودي عربستان د ۱۰۰ ملیونه ډالرو او پاتې مرستې نورو گډون کوونکو هېوادونو اعلان کړي چې په جمعي ډول ټول ۱۵.۲ ملیارده کېږي.

افغان چارواکو له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې چې له ۲۰۲۰ پورې به په ښې حکومتولۍ کې پرمختگونه کوي او کوښښ به کوي چې خپل لگښت پخپله پوره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button