ټولنه
د واده له سمو او ناسمو دلیلونو سره آشنا شئ
ژباړن : عطا محمد میاخېل
واده یوه طبیعي اړتیا ده او په دې کې هېڅ شک نه شته، مګر د هغه له پاره باید منطقي دلایل ولرو . د واده کولو له پاره ډېر دلیلونه شتون لري، مګر د واده نه کولو له پاره دلیل راوړل ډېر سخت او ستونزمن کار دی .
غوره ده لومړی د واده له پاره کره او منلي دلایل وړاندې کړو، که چېرې د واده له پاره منلي دلایل لرئ، نو دا د دې ښکاروندویي کوي، چې ستاسو هوډ عاقلانه دی او د واده وخت مو را رسېدلی دی .
د واده سم دلیلونه :
۱ ـــ همرازي اوملتیا :
په ژوند کې له بل سره ملګری کېدل د واده له پاره مروج او مناسب دلیل دی . همرازي او ملتیا په دې مانا ده، چې د ژوند په سفر کې شریک او ملګری ولرو . نجلۍ او هلک چې یوه سن ته رسېږي، خوښېږي یې چې یو څوک ولري او خپل حال ورته بیان کړي .
۲ ـــ مینه او صمیمیت :
مینې او صمیمیت ته اړتیا، ملتیا او همرازۍ ته له اړتیا سره اړیکه لري . رښتینې او اصیله مینه د ټولو انسانانو له پاره یوه فوق العاده ډالۍ ده . البته مینه او محبت کولای شي د واده له پاره اړین توکي واوسي، مګر ورته بسنه نه کوي .
داسې دلایل شتون لري، چې د هغو په خاطر یو کس واده کوي، مګر هماغه دلیلونه کولای شي، چې واده له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کړي .
۳ ـــ ملاتړ کوونکی شریک :
بل مناسب دلیل، یو فرصت دی، چې واده یې د یوه فرد د ودې له پاره د یوه انسان په توګه برابروي . مناسب واده کولای شي، د دواړو کسانو د بریا له پاره تر ټولو غوره موکه وي .
۴ ـــ جنسي شریک :
واده د دواړو لورو د قناعت وړ جنسي اړیکو له پاره یوه سر چینه ده او دغه راز د هیجاناتو د څرګندېدو او جنسي چلندونو له پاره یوه مشروع او روا لاره هم ګڼل کېږي .
۵ ـــ مور او پلار کېدل :
د واده له پاره یو بل مروج دلیل د اولادونو خاوند کېدل دي . هغه مېرمن او خاوند، چې په بریالیتوب سره یې خپل اولادونه ستر کړي، په خپل منځ کې ارزښتمن مسؤولیت را منځته کوي او هغه څه یې چې له یوبل سره په ګډه ترسره کړي، د ویاړ او غرور احساس کوي .
د واده ناسم دلیلونه :
۱ ـــ له مور او پلار سره شخړه :
زموږ له پاره ښه نه ده، چې ووایو له خپل مور او پلار سره شخړه کوو، له مور او پلار سره شخړه کولای شي، یو له هغو دلایلو څخه وي، چې یو ځوان د واده په لور سوق کوي . مګر څېړنې ښیي، ډېری کسان چې د مور او پلار له ځور څخه واده ته پناه وروړي، د هغوی واده هم ځورونکی وي .
۲ ـــ د خپلواکۍ لټه :
ډېر کسان د دې له پاره واده کوي، ترڅو خپلواک شي، مګر خپلواک کېدل ډېرو کلونو ته اړتیا لري او دا امر په خپله فرد پورې تړاو لري، ترڅو ژر تر ژره په خپلو پښو ودرېږي .
۳ ـــ د یوې له ماتې سره مخامخ شوې اړیکې بېرته رغول :
هغه اړیکه چې یو د دوه کسانو له خوا د رغېدو پر بنسټ جوړه شي، له هماغه پیله، له خطر سره مخامخ ده، ځکه چې د دوی دواړو ترمنځ مهرباني نه یوازې د مینې او دوستۍ له مخې نه ده، بلکې د یوې بلې اړیکې د ټپونو او زخمو د روغېدو او جوړېدو په خاطر ده، چې مخکې له منځه تللې وه .
۴ ـــ کورنی یا ټولنیز فشار :
په یوه ښاري او باسواده ټولنه کې، دا فشار کولای شي، نامحسوس او نازک وي . مګر په بله ټولنه کې په صراحت او مستقیم ډول له ځوانه غواړي، چې واده وکړي .
۵ ـــ اجباري واده :
ځینې کسان د کورنۍ او دوستانو تر فشار لاندې، له مخکې یوه ترتیب شوي واده ته غاړه ږدي . اجباري ودونه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له طلاق او نورو ستونزو سره مل وي .
۶ ـــ جنسي اړتیا :
هغه واده، چې یوازې د جنسي اړتیاوو د پوره کېدو په موخه ترسره شي، بریالی واده نه دی، ځکه چې په واده پورې تړلي نور لاملونه له سترګو لرې پاتې کېږي . دا ډول واده بېړنۍ او د فرد د ظاهري بڼې پر بنسټ ترسره کېږي .
یادو شوو ستونزو ته باید له واده پرته، نورې د حل لارې ولټول شي . واده یوه درملیزه اړیکه نه، بلکې یوه صمیمي او د خوا خوږي اړیکه ده .
۷ ـــ اقتصادي دلیلونه :
اقتصادي امنیت او د ټولنیز قشر بدلون، چې له اقتصادي وضعیت سره اړیکه لري، تل د واده یو له سنتي دلایلو څخه و . البته په هغو دورو کې چې اقتصادي امنیت کم و، طبعاً د اقتصاد او حاشیوي مسایلو په پام کې نیول د خلکو له پاره منلی دلیل دی او په ډېری ودونو کې دا مسئله ډېره غښتلې کېږي .
۸ ـــ د یوازېتوب او بېچاره ګۍ احساس :
کله وخت موږ ټول په خپل ژوند کې د یوازېتوب احساس کوو، مګر د همدې دلیل له مخې واده کوو . له یوازېتوب څخه د تېښتې له پاره واده کول، ناسم دلیل دی . غوره ده، چې خپل یوازېتوب له نورو لارو لرې کړو، تر دې چې وغواړو په واده سره یې له منځه یوسو .
۹ ـــ د ګناه احساس :
کله وخت له یوه کس سره په اړیکه کې د ګناه احساس کوو، د ګناه او زړه خوږي د احساس له مخې له هغه سره واده کوو، د ګناه یا زړه خوږي احساس، د هر دلیل له مخې چې را منځته شوی وي، د واده له پاره یو ناسم دلیل دی .
۱۰ ـــ د کمبود او ناتوانۍ احساس :
کله وخت ځینې کسان چې په خپل ژوند کې موخه نه لري، نه پوهېږي چې له ژوند څخه څه غواړي، د ناکامۍ احساس کوي او له خپل ژوند څخه خوشاله نه دي، د دې ستونزو د حل له پاره واده ته مخه کوي، چې د واده له پاره، په بشپړه توګه ناسم دلیل دی .