پنټاگون افغانستان ته څوارلس سوه نور پوځيان رالېږي
د امريکا دفاع وزارت يا پنټاگون پتيېلې ده، چې افغانستان ته څوارلس سوه تازه دمه پوځيان راولېږي. دغه پوځيان چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته راشي، مخکې يې د امريکايي ځواکونو په يوه هوايي فرقه کې د طالبانو پر ضد جگړه کې ونډه لرلې وه. دغه تازه دمه ځواکونه د امريکا د ۱۰۱ هوايي فرقې په درېيمې لوا پورې تړلي دي.
پنټاگون دا ځل په څرگنده ويلي، چې دا امريکايي عسکر به افغانستان کې د وسله والو ډلو پر ضد پوځي ماموريت پر مخ يوسي او همدا راز به د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ هم پر غاړه ولري.
د يادې فرقې قوماندان جنرال سکاټ بروير د امريکا د کينټاکي ايالت په فورټ قرارگاه کې وويل، چې پوځيان يې تيار دي هر هغه ماموريت ترسره کړي، چې ورسپارل کېږي.
امريکا هغو عملياتو ته د «د ازادۍ ساتنه» نوم ورکړی، چې افغانستان کې به يې دغه نوي راغلي پوځيان ترسره کوي.
امريکا خپل دغه تازه پوځيان په داسې حال کې د افغانستان جگړې ته را استوي، چې د دوی په وينا پوځي ماموريت يې په ۲۰۱۴ز کې پای ته رسېدلی دی. د کابل او واشنگټن تر منځ شوي تړون کې دې خبرې ته اشاره شوې ده، خو دا لومړی ځل نه دی چې امريکا دغه تړون تر پښو لاندې کوي.
بل پلو امريکا ادعا کوي، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې يې د افغانستان د امنيت د تامين لپاره شاوخوا اويا مليارډ ډالر لگولي دي، خو ډېری سياسي کارپوهان په دې اند دي، چې امريکا په لوی لاس د افغانستان جگړه غځوي او له دې لارې خپلو گټو ته ځان رسوي.