افغانستانسلايډ

د غزني گيرو ولسوالۍ سقوط سره مخ ده

وسله والو طالبانو له دوو ورځو راهيسې د غزني د گيرو ولسوالۍ پر پوستو او ودانۍ بريدونه پيل کړي دي او تر دې دمه يې گڼې پوستې نيولې دي. د غزني چارواکي وايي لا هم سخته جگړه روانه ده او دواړو لوريو ته درانه تلفات اوښتي دي.

د غزني د ولايتي شورا يوه غړي عبد الجامع جامع کليد سره خبرو کې ويلي، چې ولسوالۍ له يوې مودې را په دې خوا د طالبانو له لوري کلابنده ده او د وړمې شپې له دوو بجو راهيسې يې پر مرکز بريدونه پيل کړي دي. ښاغلی جامع زياتوي چې نښته کې دواړو لوريو ته درانه تلفات اوښتي او د ملي اردو يو شمېر پوستې وسله والو طالبانو نيولې دي.

جامع وايي، چې د ولايتي شورا او امنيه قوماندانۍ له ټولو هڅو سره د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو چارواکو ولسوالۍ ته پاملرنه نه ده کړې او مرسته يې نه ده ور استولې. د هغه په وينا که ولسوالۍ ته تازه دمه ځواکونه او وسلې او مهمات ونه رسېږي، وسله وال به يې ونيسي.

د غزني دغه ولسوالۍ په داسې موقعيت کې ده، چې د غزني مرکز او اندړو ولسوالۍ ته هم ترې گواښ جوړېدی شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button