افغانستانسلايډ

بغلان: پوهنې رياست د ښوونکو بستونه پلوري

د بغلان اوسېدونکي شکايت کوي، چې د دې ولايت د پوهنې رياست د ښوونکو بستونه پلور ته وړاندې کړي دي، چې هر څوک يې د اخيستو وس نه لري. د دوشې ولسوالۍ د قره احمد کلي اوسېدونکو سلام وطندار سره خبرو کې ويلي، چې د دې او نورو کليو زده کوونکي د ښوونکو له کموالي او د لېسې له نه شتون سره مخ دي، چې له امله يې له زده کړو پاتې دي.

دوی وايي، چې د دغې ستونزې د اواري په موخه څو ځل د پوهنې رياست ته ورغلي، خو پوهنې رياست د دې پر ځای چې ستونزه اواره کړي، د ښوونکو بستونه يې خرڅلاو ته ايښي دي، چې دوی يې د اخيستو توان نه لري.

د سيمې دوو تنو مشرانو او ښوونکو وويل: «زموږ ځای کې يوازې يو لومړنی ښوونځي دی، چې ټول پنځه ښوونکي لري». دوی زياته کړه، چې پوهنې رياست د ښوونکي يو بست له پنځوسو تر شپېتو زرو افغانيو پلوري او ځايي خلک د ښوونکو د درلودو لپاره دومره پيسې نه لري.

د پوهنې رياست يوه کار کوونکي د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته وويل، چې يوازې د ښوونکي بست نه دی چې پلورل کېږي، بلکې دا لړۍ همداسې پورته درومي او هر څوک چې کومه دنده په پيسو وپېري، د دندې پر مهال دغه پيسې بېرته پوره کوي.

خو د بغلان د پوهنې رييس پيکان حيدري وايي، چې اداره کې فساد شته، خو که يې څوک په فساد ونيول، لويې څارنوالۍ ته يې ورپېژني.
دا په داسې حال کې ده، چې يوه مياشت مخکې د همدې رياست څلور لوړپوړي کار کوونکي لويې څارنوالۍ ته د فساد په تور ورپېژندل شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په نږدې ټولو ولايتونو کې د ښوونې او روزنې رياستونو کې پراخ فساد شتون لري او په ځينو سيمو کې خبره تر دې رسېدلې، چې له ښځينه کار کوونکو په داسې فرصتونو کې جنسي غوښتنې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button