خبرونهسلايډ

عراقي حکومت د فلوجې د نیولو ادعا کوي

د عراق پلازمېنې بغداد ته په ۵۰ کیلو مترۍ کې پروت ښار فلوجه کې له درې اوونۍ جگړې وروسته شېبه وړاندې د عراق ولسمشر حیدر عبادي په خپل ټوېټر اکوونټ کې د فلوجې د بېرته نیولو ادعا کړې.

فلوجه ښار له ۲۰۱۴م کال وروسته تر دې دمه د داعش جگړه‌مارو په ولکه کې وه چې د مۍ په میاشت کې حیدر عبادي د فلوجې د نیولو په موخه د پراخې جگړې اعلان وکړ. د فلوجې په جگړې کې له عراقي پوځ سره امریکايي پوځيانو، شیعه ملېشو، د ایران سپاه پاسداران ډلې د قدس د برخې جگړه‌مارو په گډه پوځي عملیات وکړل چې په پای کې یې فلوجه له داعش څخه ونیوه.

حیدر عبادي ویلي چې د فلوجې له نیولو وروسته به د موصل د ښار نیولو لپاره دغه ټولې ډلې په گډه سره خپل عملیات پیلوي. د داعش له پیداکېدو وروسته د عراق ډېره سني مېشته سیمه د دې ډلې تر ولکې لاندې دی.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button