افغانستانسلايډ

هند افغانستان ته څلور نورې جنگي الوتکې ورکوي

هندوستان کې د افغانستان سفير شيدا ابدالي خبر ورکړی، چې هند افغانستان ته د څلورو نورو جنگي الوتکو د ورکړې موافقه کړې ده. دغه الوتکې (ايم ايې ۲۵) ډوله دي.

ښاغلي ابدالي زياته کړې ده، چې هند د دغو څلورو الوتکو تر څنگ افغانانو ته د پوځي څرخکو د ترميم روزنه هم ورکوي.

هند دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې لږه موده مخکې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکولسن او له هغه وروسته د افغانستان لوی درستيز هند ته سفرونه وکړل او د دې هېواد له چارواکو يې وغوښتل چې افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

هند کې د افغان سفير په وينا دا هېواد به نږدې راتلونکې کې افغانستان ته يو تخنيکي پلاوی واستوي، څو په دې برخه کې د افغانستان اړتياوې له نږدې وارزوي.

هند ته د افغانستان د لوی درستيز د سفر پر مهال نوموړي د هند چارواکو ته د هغو وسلو او مهماتو لست سپارلی چې افغان پوځ ورته اړتيا لري. د هند چارواکو د افغانستان د دغو غوښتنو د پوره کولو په لړ کې د څلورو تازه څرخکو د ورکړې پرېکړه کړې ده.

د يادونې ده چې هند د تېر کال په وروستۍ مياشت کې هم افغانستان ته درې جنگي څرخکې ورکړې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button