د داعش وياند ابو محمد عدناني وژل شوی
د داعش ډلې وياند او مشهوره څېره ابو محمد عدناني د امريکا په يوه هوايي بريد کې وژل شوی دی. د داعش اړوند رسنيو د دې خبر پخلی کړی او په دې اړه يې يوه اعلاميه خپره کړې ده.
د اعماق په نوم داعش ته نږدې خبري اژانس څرگنده کړې، چې عدناني د سوريې په حلب ښار کې د جگړې پر مهال وژل شوی دی.
عدناني د داعش مهم کس بلل کېده چې د دې ډلې په استازيتوب يې اغېزناک بيانونه کول. هغه په ټوله نړۍ کې پر «جهادي» ډلو غږ کاوه چې داعش سره يو ځای شي، يا دې د مخالفت په صورت کې د دې ډلې دښمنۍ ته تيار شي.
امريکا د عدناني د وژلو د خبر پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې عدناني يې په يوه هوايي بريد کې په نښه کړی دی. د امريکا د دفاع وزارت يوه چارواکي رسنيو ته ويلي، چې د سوريې الباب ښار گوټي کې يو موټر په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی.
داعش ډلې د نوموړي د انتقام اخيستو گواښ کړی: «پليتو او ډارنو صليبيانو او کفارو ته د هغوی د تباهۍ زېری ورکوو». دغې ډلې ټينگار کړی چې د عدناني په وژلو به د ډلې پلويان لا ډېر شي.
عدناني څو ځل د خپلو ږغيزو پيغامونو له لارې افغانستان کې هم پر خپلو پلويانو غږ وکړ، چې د «خلافت» د ټينگښت لپاره جگړې ته زور ورکړي او هر څوک يا ډله يې چې مخې ته ودرېږي، له منځه دې يې يوسي. داعش جگړه مارو د راپيدا کېدو په لومړيو کې د افغانستان په ختيځ ولايت ننگرهار کې ځينې سيمې لاندې کړې، خو وروسته د طالبانو او حکومتي ځواکونو د سختو بريدونو او جگړو له امله تر ډېره محدود شول او لا هم هلته خپل فعاليت کوي.