خبرونهسلايډ

محمد محقق: د روښنايۍ غورځنگ مشران بې‌لماځه او شراب خواره دي

د اجراییه رییس دویم مرستیال محمد محقق نن د دوشنبې په ورځ د بامیانو د هوايي ډگر او بامیان میدان لويې لارې د پرانستې په غونډه کې وویل چې د روښنايي غورځنگ پلان جوړونکي بې‌لماځه او شراب خواره دي. محقق زیاته کړه چې د دې غوځنگ یوازینۍ موخه دا وه چې په راتلونکي کې د ولسي جرگې ټاکنو کې رايې تر لاسه کړي.

محمد محقق د بامیانو ولس ته وویل چې هغه خلک چې ستاسو له دیني ارزښتونو، صحابه‌وو او پیغمبرانو سره مخالف دي باید د هغوی خبره وانه ورئ. محقق د دې غورځنگ مشران په گڼو نورو القابو تورن کړل.

محقق په داسې حال کې دا خبرې کولې چې د بامیان په مرکزي څلور لارې کې د روښنايي غورځنگ په ننگ لاریونکوونکي راوتي وو او د عدالت او حق غوښتنه یې کولې.

محقق د غونډې گډونوالو ته وویل چې د بامیان خلکو او هزارجاتو ته ۳۰۰ کیلو ولټه برېښنا رارسېږي نو د روښنايي غورځنگ په نامه خوځښتونو ته کومه اړتیا نشته.

د برښنا غورځنگ په نامه خوځښت هڅه کوله چې د ۵۵۰ کیلو ولټه برېښنا مزې دې د بامیانو له لارې کابل ته ورسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button