افغانستان

روسی طالب په ۳۰ کاله بند محکوم شو

امریکايي محکمې د روسي پوځ پخوانی افسر په امریکايي او افغان ځواکونو باندې په یوه برید د رول درلودلو په تور په ۳۰ کاله بند محکوم کړی.

۵۵ کلن اریک حمیدالدین د افغانستان په جګړه کې د امریکايي پوځ لومړی دښمن دی چې د دغه هېواد په فدارلي محکمه کې د طالبانو سره د مرستې په تور محاکمه کیږي.

نوموړی د روان کال د اګست په میاشت کې د هغه برید په تور چې د ۲۰۰۹ز کال په نومبر کې طالبانو په سرحدي پولیسو او امریکايي ځواکونو کړی و، محکوم شو. په دغه برید کې نوموړی یواځينی طالب و چې له بریده روغ وتلی و او په دغه پېښه کې امریکايي او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

حمیدالله په دې تورن دی چې وسله‌والو ته یې مرستې برابرې کړي او د امریکايي او افغان ځواکونو د وژلو هڅه يې کړې. د هغه مدافع وکیل وايي چې نوموړی به د دغې پریکړې پر ضد استیناف محکمې ته ورشي.

حمیدالله چې په روسي طالب مشهور دی د محاکمې پر مهال وویل چې نوموړی «ترهګر» نه دی او دی د امریکایي اشغالګرو پر وړاندې د ځاني دفاع حق لري.

هغه چې خبرې یې یوه ژباړن ژباړلې وویل: «زه مسلمان یم، زه ستاسو قانون نه منم. زه دا محکمه په رسمیت نه پېژنم».

حمیدالله په افغانستان د امریکا یرغل د فاشیزم او د دوهمې نړیوالې جګړه کې د نازي هټلر سره پرتله کړی دی.

هغه وايي چې امریکا افغانستان اشغال کړی دی او پر وړاندې يې جګړه جرم نه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button