خبرونهسلايډ

امنیت شورا: پر امریکايي پوهنتون برید پاکستان کې پلان شوی

د ولسمشرۍ ماڼې امنیت شورا د کابل د پروني برید د معلوماتو له ارزولو وروسته وویل چې برید په پاکستان کې پلان شوی وو او د پېښې په اړه به د نورو معلوماتو د ټولولو هڅې لا هم روانې دي. ولسمشر اشرف غني نن سهار د امنیت شورا د غونډې مشري کوله او د غونډې له مېز څخه یې د پاکستان له لوی درستیز «راحیل شریف» سره ټلیفوني خبرې وکړې او ترې غوښتنه یې وکړه چې د دې ترهگرو په وړاندې دې جدي اقدامات وکړي.

د پاکستان لوی درستیز له ولسمشر سره ژمنه کړې چې د پېښې په اړه به پلټنې وکړي او له افغان لوري سره به معلومات شریک کړي. پر افغان امریکايي پوهنتون د برید له امله د پوهنتون یو استاد، اووه محصلین، د پوهنتون درې امنیتي کارکوونکي او د ملي امنیت درې سرتېري وژل شوي دي.

دوه اوونۍ وړاندې د افغان امریکايي پوهنتون دوه استادان هم د ناڅرگندو وسله‌والو له لوري اختطاف شوي چې تر دې دمه یې په اړه کوم معلومات نه دي ترلاسه شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button