وروسته له هغه چې د پاکستان او افغانستان حکومتونو د کډوالو د بېرته ستنولو پرېکړه وکړه، په تېره يوه مياشت کې له شپېتو زرو ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي، خو دغه کډوال خپل هېواد کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
امريکايي وېبپاڼې ريليف وېب په خپل يوه راپور کې ويلي دي، چې د دغو کډوالو له يوازې لږې برخې سره مرستې شوي دي او پاتې نور يې بېړنيو بشري مرستو ته اړ دي، خو د افغان حکومت او نړيوالو موسسو له لوري له پامه غورځول شوي دي.
سرچينې د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو د شورا مشرې کيټ اورورک له خولې ليکلي، چې دغه کسان بېړنيو مرستو ته اړ دي او که مرسته يې ونه شي ناوړه پايلې به ولري.
د همدې شورا يوه بل سلاکار ويل کارټر چې ننگرهار کې يې خپله د دغو کډوالو حال ليدلی دی، هغه يې زړه ماتوونکی بللی، نوموړی وايي: «ډېری کورنۍ هيڅ نه لري، کوچنيان سوء تغذي دي، پاکې اوبه نه شته او خلک د سرپناه لپاره ان خېمې نه لري».
سرچينې څرگنده کړې ده چې دا شمېره د هغو کډوالو ده چې پاکستان کې راجستر نه و او د بېرته ستنېدو پر مهال هم ورسره مرسته نه ده شوې.
د افغانستان د ژورنالستانو د ټولنې مشر عبد الحميد مبارز دغه کډوال تر بل هر چا ډېر د مرستې وړ بللي. نوموړي ويسا ورځپاڼې سره خبرو کې څرگنده کړې ده، چې که د دې کډوالو مرسته ونه شي، ستر بشري ناورين به رامنځته شي.
افغان حکومت لا په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.