د کندوز ولايتي شورا څرگندوي، چې وسله والو طالبانو له پرون ورځې را په دې خوا بېلا بېلو سيمو کې خپل بریدونه پيل کړي دي او لا هم دوام لري. دوی وايي د کندوز- تخار د لویې لارې پر پوستو د طالبانو بريدونو کې تر اوسه شپږ تنه سرتېري وژل شوي دي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د ولايتي شورا يوه غړي صفي الله اميري پژواک سره خبرو کې ويلي چې طالبانو پر ياده لويه لار يو شمېر امنيتي پوستې هم نيولي دي. بل پلو پرون د کندوز خان اباد او چهاردرې ولسواليو پر مرکزونو هم د طالبانو د بريدونو خبر ورکول شوی و.
ښاغلي اميري زياته کړې ده، چې دمگړۍ د جگړو له امله د کندوز- تخار او کندوز- شېرخان بندر لارې د ترافيکو پر مخ تړلې دي. هغه وايي، د جگړو له سيمې امنيتي ځواکونو ورسره تيلفوني اړيکه کې ويلي، چې دوی د طالبانو له لوري کلابند دي او که بېړنۍ مرسته يې ونه شي، طالبان به يې ژوندي ونيسي.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنگل باغ د دې جگړو د پخلي تر څنگ ادعا کړې چې کندوز لپاره د طالبانو د والي په شمول يې شل تنو طالبانو ته مرگ ژوبله اړولې ده. طالبانو هم د کندوز جگړې تاييد کړي او وايي چې دولس امنيتي سرتېرو ته يې مرگ ژوبله اړولې او دوه ملگري يې وژل شوي دي.