له گوانتانامو درې افغان بندیان عربي اماراتو ته استول شوي
د یاهو په شمول گڼو نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د درې تنه افغان بندیانو په شمول ۱۵ تنه بندیان له گوانتانامو څخه عربي متحده اماراتو ته استول شوي دي. راپورونه زیاتوي چې د اوباما په دورې کې د گوانتانامو له بند څخه دا د بندیانو ډېره شمېره ده چې ترې راوېستل کېږي.
په پنځلس تنه انتقال شوو بندیانو کې دیارلس تنه یمنیان او درې تنه افغانان دي. د امریکا د دفاع وزارت د راپور له مخې اوسمهال ۶۱ تنه بندیان په گونتانامو کې پاتې دي. گوانتانامو زندان د ۲۰۰۲ په جنورۍ کې د القاعدې او طالبانو د غړو لپاره جوړه شوې وه.
د امریکا د دفاع وزارت له عربي متحده اماراتو څخه کورودانی کړی چې د بندیانو په انتقال او له ځان سره ساتلو کې مرسته کړې. د امریکا متحده ایالات نه غواړي چې د گوانتانامو بندیان له ځان سره په امریکا کې وساتي.
باراک اوباما د ولسمشریزو کمپاینونو په غونډو کې له امریکايي ولس سره ژمنه کړې وه چې د گوانتانامو زندان به تړي. د انتقال شوو بندیانو په اړه نور معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.