ميکاييل فلين: د پخوانيو غلطيو له امله «اسلامي توندلارې» ډلې ډېرې شوي
د امريکا د دفاعي استخباراتو د اژانس پخواني رييس ميکاييل فلين ويلي دي، زموږ د پخوانيو غلطيو له امله «اسلامي توند لارې» ډلې څو چنده ډېرې شوې دي. نوموړي دا نړۍ ته يوه حقيقي ستونزه وبلله.
فلين چې اوسمهال د امريکا ولسمشرۍ ته د نوماند ډونالډ ټرمپ سلاکار دی، سي ان ان سره خبرو کې يې ويلي دي، چې موږ له «اسلامي توند لاريتوب» سره رښتينې ستونزه لرو او موږ بايد په دې اړه غور ورکړو. ټرمپ که د اسلام په اړه هر څه ووايي، ستونزه له دې ډېره لويه او مهمه ده، موږ وينو چې غربي هيوادونو کې «اسلامي توند لارې ډلې» ډېرې شوې دي، دا داسې شی دی، چې بايد موږ ورته پام وکړو».
نوموړي زیاته کړه: «ټول څه چې زه پرې پوهېږم، دا دي چې د پخوانۍ امريکايۍ ادارې د ځينو غلطيو په پايله کې موږ له دې ستونزې سره لاس او گرېوان شو، دغه راز اوسنۍ ادارې هم ځينې جدي غلطۍ کړې دي». خو دغه پخواني استخباراتي چارواکي څرگنده نه کړه، چې دغه غلطۍ کومې دي.
فلين وایي: «ما افغانستان کې هم نه يوازې خپل ورور سره په گډه کار وکړ، بلکې زوی سره مې هم په گډه کار کړی، موږ هر يو دا سوچ لرو، چې څه ډول د خپل هېواد خدمت وکړو.