افغانستانسلايډ

شنونکي: مخالفين د چارواکو په مرسته ستر بريدونه ترسره کوي

يو شمېر شنونکي په دې اند دي، چې د دولت وسله وال مخالفين د حکومتي چارواکو په مرسته په پلازمېنه کابل کې ستر بريدونه ترسره کوي. هغوی د هېواد په امنيتي ادارو کې د لوړ فساد له شتونه خبر ورکوي.

بل پلو ځينې امنيتي چارواکي هم مني، چې وسله وال د حکومتي ادارو په بېلا بېلو برخو کې خپل خلک لري چې په مرسته يې د بريدونو پلانونه جوړوي.

د پوځي چارو شنوکي جنرال زلمي وردگ سلام وطندار سره خبرو کې ويلي، چې هېواد کې د قانون څنډې ته کېدل او د سزا او جزا د سيسټم نه شتون هغه څه دي، چې له امله يې له چاودېدونکو توکې ډکې لارۍ له امنيتي کمربندونو او پوستو تېرېږي او خپلو موخو ته ځان رسوي.

جنرال وردگ زياته کړې ده، چې ځينې لوړپوړي چارواکي د پيسو په بدل کې له مخالفينو سره مرسته کوي او له امنيتي پوستو يې تېروي. دا په داسې حال کې ده، چې دولت په تېرو مياشتو کې څو ځل کابل کې د امنيتي چارواکو په مقرريو کې بدلونونه رامنځته کړي دي.

د پوځي چارو بل شنونکي جنرال خدای داد هزاره څرگنده کړې، چې کابل کې دننه ځينې کسان وسله والو مخالفينو سره همکاري کوي او د بريدونو لپاره هغوی ته راپورونه ورکوي.

نوموړي زياته کړه، چې بله ستونزه د کشفي امنيتي بنسټونو کمزورتيا ده، چې دښمن نه شي تعقيبولی، نه يې په اړه معلومات موندلی شي.

بل پلو د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان لوی پاسوال عبد الرحمن رحيمي ډاياگ ته لسگونه ميله وسلو د سپارلو پر مهال وويل، چې وسله وال مخالفين بېلا بېلو دولتي ادارو کې خلک لري، چې د سترو بريدونو په تر سره کولو کې ترې کار اخلي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا پوليس له دې وروسته کابل ته د موټر بم د ورتگ مخنيوی تضمينولی شي، وويل: «هيڅوک دا ضمانت نه شي ورکولی، موږ له نړيوال ترورېزم سره مقابله کوو او دښمن له وسايلو او فرصتونو گټه اخلي». د نوموړي په وينا د تورو ښيښو موټرانو خاوندان، زورواکي او مافيايي کړۍ د کابل بريدونو کې د مخالفینو مرسته کوي.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي دا څرگندونې په کلکه ردوي او له امنيتي کمربندونو د موټر بم د تېرېدو يوازينی لامل د کابل ښار د خلکو او موټرانو لويه گڼه گوڼه بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button