ولسي جرگه کې د ميدان وردگ ولايت استازي او د دې ولايت د ولايتي شورا غړي وايي، چې امنيتي ځواکونه ځينو سيمو کې ښوونځي د پوځي مرکزونو په توگه کاروي. ياد چارواکي وايي، دغه ستونزه نوې نه ده، بلکې له کلونو راهيسې روانه ده.
ولسي جرگه کې د ميدان ودرگ د خلکو استازې حميدې وردگ ازادۍ راډيو سره خبرو کې ويلي، چې پوليس د دې ولايت په ځينو ولسواليو کې له ښوونځيو د پوځي مرکزونو په توگه کار اخلي او له وسله والو مخالفينو سره ترې جگړه کوي، چې دا کار له زده کړو د سلگونو کوچنيانو د محرومېدو سبب شوی دی.
نوموړې زياته کړه: «دا کومه نوې موضوع نه ده، په سيد اباد، نرخ او جلرېزې کې ډېر غير مسوولې وسله والې ډلې شته، چې له خپل زره په گټه اخيستو هر ډول تاسيسات د جگړو لپاره کاروي او پوځي مرکزونه په کې جوړوي.
د ياد ولايت د ولايتي شورا منشي شريف الله هوتک هم دغه ستونزه تاييدوي او وايي، چې څو ځل يې حکومتي چارواکو ته په دې اړه خبر ورکړ، خو حکومت يې لا په اړه غور نه ده کړی. هغه وويل: «موږ تل چاراکو سره په دې اړه غږېدلي يو، خو بدبختانه لا هم دا ستونزه روانه ده».
پخوا له نورو ولايتونو هم د ورته ستونزو خبر ورکول شوی دی. د اپريل په شپاړلسمه د گارډين ورځپاڼې يوه راپور وښوده چې د ملي اردو ځواکونه هلمند کې له ښوونځيو د مورچلو کار اخلي. همدا راز د يوه بل راپور پر اساس د لوگر قومی مشرانو شکايت کړی و، چې ملي اردو برکي برک کې يوه ښوونځي کې پوځي قرارگاه جوړه کړې ده او ښوونځي يې د کوچنيانو پر مخ تړلی دی، چې له امله يې سلگونه زده کوونکي له زدهکړو بې برخې شوي دي.
بل پلو د روان کال د مارچ پر درويشتمه د ملگرو ملتونو يوه راپور څرگنده کړه، چې امنيتي ځواکونه په پراخه توگه د جگړو پر مهال له ښوونځيو گټه اخلي او دوی د وسله والو مخالفينو په پرتله درې واره ډېر په دې کار کې ککړ دي. دغه راپور څرگنده کړه چې امنيتي ځواکونو تېر کال د جگړې پر مهال په ډېرو مواردو کې د ښوونځو شا ته خپلې وسلې او مهمات لېږدولي دي او بيا يې له دې ښوونځيو د سنگرونو په توگه کار اخيستی دی.